ترینکوټ (پژواک ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یو مازدا موټر چې له چنارتو ولسوالۍ د اروزګان مرکز ترینکوټ ته پر لاره و، د سره کوتل سیمه کې چپه شوی دی.
هغه وویل چې په دې پېښه کې درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، یاد ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
اروزګاني زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن