[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): په بغلان، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یو موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د مرغومي په ۹مه پژواک ته وویل، دغه پېښه نن له غرمې وروسته د خنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ په مربوطاتو کې شوې چې له امله یې موټرچلوونکی مړ او په موتر کې سپاره دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اړوند څلورمې حوزې بارګینو سیمه کې د درېیو ماریکس، ويټز او ويکسار موټرو ترمنځ ټکر شوی چې له کبله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، د یادې حوزې منسوبینو ټپیان پر وخت د ننګرهار سیمهییز روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي دي.
بلخوا د هرات امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په انجيل ولسوالۍ کې یو کرولا موټر له يوه پلچک سره ټکر کړی چې له امله یې یو کس مړ او درې نور ژوبل شوي دي.
ورته مهال روغتيايي سرچينو د دې پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
[/restrict]
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن