Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کمال‌خان بند یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

[restrict paid="true"]

زرنج (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د نیمروز ولایت ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند د هغه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې زرنج ښار ته اوبه رسوي.

د هلمند د سیندیزې حوزې رییس عبدالهادي هادي د مرغومي په ۱۵مه، د دغه کانال د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې دغه کانال به د زرنج ښار او شاوخوا کلیو د کرنې ودې په برخه کې ګټور تمام شي.

هغه زیاته کړه، د دغه کانال پر جوړېدو ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د هادي په و ینا، په دغه کانال کې اوبه خوشې شوې دي او چې اورښتونه زیات شي، نو په دغه کانال کې به اوبه هم ډېرې شي، دا اوبه بیا د نیمروز له لشکري کانال سره یو ځای او په اوړي کې به د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د دغه کانال د جوړونکي شرکت مسوول جمعه‌خان توجګي وویل، دغه کانال چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري، د کمال خان بند اوبه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته رسوي.

د نیمروز مرستیال والي عبدالقیوم روحاني وویل، دوی تل هڅه کړې چې د نیمروز خلکو ته د څښاک ‎ اوبه برابرې کړي او دا پروژه د همدې هڅو برخه ده.

د کمال خان بند شاوخوا پنځه کاله مخکې د کرنې سکټور ودې په موخه د مخکیني حکومت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، خو د پرله پسې وچکالیو او د دغه بند د کانالونو نه فعالېدو له امله، د نیمروز ولایت د کرنې وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.