کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د تدارکاتو کمېسیون د بدخشان په شغنان، د میدانوردګو په چک او د کندوز په قلعهذال ولسوالیو کې د ۲۰۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي مرکزونو (CHC) جوړولو پروژې منظور کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پروژې د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظور شوې دي.
د سرچینې په خبره، د دغو درېیو روغتیايي مرکزونو جوړولو ټولیز لګښت ۲۰۸ میلیون افغانۍ کېږي چې د اسلامي امارت له بودجې ورکول کېږي.
د یادونې ده، جامع روغتیايي مرکز (CHC) د افغانستان په روغتیايي نظام کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په کچه فعالیت کوي او له عمومي روغتون سره توپیر لري.
په دغو مرکزونو کې د میندوارۍ او له زېږون وروسته د پاملرنې، د ماشومانو واکسین، د عامو ناروغیو تشخیص او درملنه، د لابراتوار ځینې لومړنۍ معاینې، د خوارځواکۍ تشخیص او مدیریت، بېړني خدمتونه او لومړنۍ روغتیايي پاملرنې وړاندې کېږي.