میمنه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د لاسيبم چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د فایاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازدیګر دوو ماشومان چې یو یې ۱۰ او بل ۱۴ کلن وو، د قیصار ولسوالۍ د اوزبیکه او افغانیه کلیو ترمنځ له تېرو جګړو پاتې پر یوه لاسيبم یې لوبې کولې چې چاودنه پرې کړې ده.
محمدي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د اوزبیکیه کلي د جومات امام مخدوم عبدالباسط وايي، دواړه ماشومان هغه ځای ته مالونه د څرولو لپاره بیولي وو چې مخکې د ملي اردو پوسته وه، هلته یې یو لاسي بم یې پیدا کړی و، کله چې هغه له ډبرې سره وهي، چاودنه کېږي.
هغه وویل چې دغه ساحه تر اوسه له ناچاودو توکو نه ده پاکه شوې او تېر کال هم هلته د یوې سرګلولې چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي وو.
هغه له حکومت او د ماین پاکۍ له موسسو وغوښتل چې د خلکو د استوګنې ټولې سیمې دې د ماینونو او ناچاودو توکو له شتونه پاکې کړي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن