کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د پاسپورټ ریاست وایي، د خلکو ستونزو د حل په موخه راتلونکې چهارشنبه په سپینو عریضو هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب د یاد ریاست پر اېکسپاڼه په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي: «زموږ پلان دا دی چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د مرغومې له ۲۰مې سره برابره ده، د پاسپورټ وېش په افلاین ډول یا په سپینو عریضو هم پیل کړو.»
هغه زیاتوي چې دغه کار یې ځکه پيل کړی چې ځینو کسانو به اړتیا درلوده، خو نوبت به ورته نه رسېده.
هغه وایي چې هره پنجشنبې به د خلکو عریضې ټولوي او د یوې یا تر دوو اونیو لپاره به سټیکر ورکوي او د هغو مطابق به د پاسپورټ غوښتونکي یاد ریاست ته مراجعه کوي.
هغه همدا راز وایي که چېرې دغه کار ښه پایله لرله، په ولایتونو کې هم دغه لړۍ پیلوي.
Views: 358
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن