اټلانټا (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): هند د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ په بریا سره پیل کړه.
دا لوبه چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۱مه) په موهالي ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان توپوهونکو رحمنالله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ډېر ښه پیل وکړ او په اوو اورونو کې یې ۴۵ منډې جوړې کړې، خو دواړه پرله پسې وسوځېدل، ورپسې رحمتشاه هم په درېیو منډو وسوځېد.
خو محمدنبي او عظمت عمرزي ډېره ښه ملګرتیا وکړه او د افغانستان منډې یې له سلو واړولې، د دوی دواړو له سوځېدو وروسته نجیب ځدراڼ او کریم جنت هم نسبتاً ښه لوبه وکړه او افغانستان وکولای شول چې په شل اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري محمدنبي ۴۲، عظمتالله عمرزی ۲۹، ګربز ۲۳، ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او نجیب ځدراڼ ۱۹ منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري عمرزي یو او مجیب دوه لوبغاړي وسوځول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن