Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې اماراتو ته په ماتې ورکولو څلورمه بریا خپله کړه

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان ويلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسيه سيالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه او څلورمه بریا یې هم خپله کړه.

دغه سیالۍ د ټایلنډ په بنکاک ښار کې روانې دي.

د افغانستان د ویلچر باسکټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۵۷ – ۵۱ نومرو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې په یادو سیالیو کې له دې مخکې د نیوزیلنډ، سعودي او فیلیپین لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.

په دغو سیالیو کې افغانستان د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فیلیپین ‏او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.