[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په کابل کې د یوې پیالې چایو څښل پاکستانیانو ته ډېر ګران تمام شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې د مرغومي په ۲۶مه د پاکستان پارلماني ټاکنو د کمپاین پر مهال یوې ټاکنیزې غونډې ته کړې دي.
هغه چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې د پاکستان لومړي وزارت ته د پیپل ګوند له خوا کاندید هم دی، یادې غونډې ته وویل: «موږ پر دې فکر نه و کړی چې په کابل کې د یوې پیالې چای څښل به پاکستان ته څومره ګران تمام شي.»
د یادونې ده، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په دویمه ورځ د پاکستان استخباراتي ادارې (ایاېسای) د هغه مهال د مشر جنرال فیض حمید یو عکس چې د چایو پیاله یې لاس کې ده او د کابل سرینا هوټل کې ولاړ دی، خپور شوی و.
د چایو پایله په پاکستان کې هغه مهال مشهوره شوه چې پاکستاني ځواکونو په خپله خاوره کې د هند یوه جنګي الوتکه وغورځوله او پیلوټ یې ژوندی ونیو، پاکستاني ځواکونو هندي پیلوټ ته د شودو چایو یوه پایله ورکړه او هغه د پاکستان د چایو صفت کاوه.
د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او نظامي پالیسو د نیوکې ترڅنګ وویل چې له خیبر پښتونخوا نیولې تر افغانستان پورې د دې خرابو تګلارو بدې پایلې پر عام ولس غورځېږي.
د هغه په وینا، چارواکي او واکمنان په دې فکر کې نه دي چې د دوی د ناسمو پرېکړو له امله پر عامو خلکو څومره ناوړه اغېزې پرېوځي.
ده زیاته کړې چې د پاکستان په تاریخ کې دومره ستر اقتصادي بحران نه و راغلی او په ټولنه کې د نفرت سیاست پراخ شوی دی.
بلاول بوټو زرداري وویل چې په خپله د پاکستان دولت ترهګرو ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړه او هغوی یې یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای کړل.
هغه زیاته کړه، کومې وسلې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد کارول کېدې، اوس هماغه وسلې له پاکستاني طالبانو سره دي.
یادونه: په دغه خبر کې د بيبيسي اردو له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]
Views: 618
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن