غزنيښار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د اتو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو او ۱۷۲ نیزهوهونکو ترمنځ د نیزهوهنې یو ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې چې لومړی او دویم مقامونه غزني او درېیم مقام پکتیا خپل کړل.
په دې سیالیو کې د غزني ترڅنګ د کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګو او زابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د غزني د بدني روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک ته وویل، دغه سیالۍ د ولایتونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا، د ورزشکارانو ترمنځ د همکارۍ زیاتېدو او په غزني کې د نیزهوهنې پراختیا په موخه ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، د نیزهوهنې سیالۍ د سکشن برخه کې ترسره شوې چې څلور ـ څلور اسان پکې ځغلېدل.
د نوموړي په خبره، د غزني د مرکز لوبډلې لومړی، د غزني د واغظ ولسوالۍ لوبډلې دویم او د پکتیا مرکزي لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل.
مجاهد وویل، دغه سیالۍ د نیزهوهنې فدراسیون او د المپیک ادارې په همغږۍ، د اندړو ولسوالۍ د ځوانانو، قومي مشرانو او سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوې.
د نیزهوهنې فدراسیون استازي محمدانور اندړ وویل، په تېرو درېیو ـ څلورو کلونو کې د دې لوبې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
هغه زیاته کړه، نیزهوهنه د افغانانو له لرغونو دودیزو لوبو ده چې تېرو څو لسیزو ناامنیو یې د پراختیا بهیر اغېزمن کړی و، خو اوس یو ځل بیا د ودې په حال کې ده.
ورزشکاران هم د ورته سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او وايي، له بېلابېلو ولایتونو لوبغاړو سره ګډې سیالۍ ورته د تجربې ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو لوړولو زمینه برابروي.
د غزني نیزهوهونکو فتیحمحمد شلکروال او حاجي اقبال غوښتنه وکړه چې د دې لوبې لپاره مناسب میدانونه جوړ او د نیزهوهنې دودیزې برخې لا پراخې شي.
د پکتیکا نیزهوهونکي حاجي نیازمحمد وویل، له نورو ولایتونو سره ګډې سیالۍ ورزشکارانو ته د تجربې ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د دې ډول سیالیو لړۍ پراخه شي.
د سیالیو په پای کې د نیزهوهنې فدراسیون او د ټورنمنټ د مسوولینو له لوري د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته موټرسایکلونه، نغدي جایزې او کپونه ورکړل شول.
د یادونې ده، تېره اونۍ هم د افغانستان د نیزهوهنې او بزکشۍ فدراسیون له لوري په غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزهوهنې درې ورځنی ټورنمنټ په رسمي ډول ترسره شوی و.