ژبه

د هرات له زلزله‌ځپلو سره د روسیې ۳۳ ټنه مرسته کابل ته راورسېده

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره یې د ۳۳ ټنه بشري مرستې جوپه تېره ورځ کابل ته رسېدلې او دغه مرسته به د هرات پر زلزله‌ځپلو ووېشل شي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې په دې مرسته کې د خوراکي توکو په ګډون ۳۳ ټنه توکي شامل دي او د روسیې د اضطراري حالاتو یوې ځانګړې الوتکې له لارې پرون کابل ته رسېدلې ده.

سرچينې لیکلي چې دغه مرسته به د هرات پر زلزله‌ځپلو ووېشل شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دغه راز لیکلي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسان مړه، درې زره ټپیان شول او دغه راز یې زرګونه کورونه ویجاړ کړل.