ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوې ښځې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

جوزجان کې یوې ښځې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
20 Jan 2024 - 21:32
جوزجان کې یوې ښځې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
20 Jan 2024 - 21:32

شبرغان (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): جوزجان کې چې هغه ښځه د غالۍاوبدلو او خیاطۍ کارګاه په جوړولو سره یې ۱۰۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي سلګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

دې کارګاه کې چې کومې ښځې کار کوي، خوښې دي او له اسلامي امارته غواړي چې د یادې کارګاه له بنسټګرې ملاتړ وکړي، څو یې کاروبار وغوړېږي او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

شبرغان ښار کې د غالۍ اوبدنې او خیاطۍ کارګاه مسوولې مقدس سادات پژواک خبري آژانس ته وویل چې د دې کارګاه د غالۍ اوبدنې برخه یې شاوخوا اووه میاشتې مخکې او د خیاطۍ برخه یې یو کال مخکې جوړه کړې ده.

د هغې په خبره، د غالۍ اوبدنې برخه کې یې ۴۰ او خیاطۍ برخه کې یې ۶۰ ښځې ګومارلې دي.

هغې وویل: «د دې کارګاه په جوړولو سره مې وغوښتل چې وزګارو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړم او دغه راز جوزجان کې د غالۍ اوبدنې صنعت ښه مخینه لري چې دا صنعت له منځه لاړ نه شي.»

دا وایي دې کارګاه کې د بې‌وزلو او مسلکي ښځو ترڅنګ هغه ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او یا هغه نجونې چې له تعلیم او زده‌کړو پاتې دي، هم په کار ګومارل شوې ډي.

نوموړې دې کارګاه کې د کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: «هغو ښځو ته چې په غالۍ اوبدولو برخه کې کار کوي د متر په حساب پیسه ورکول کېږي او د خیاطۍ استادانو ته نظر د هغوی تولید ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.»

هغه زیاتوي چې دمګړۍ دې کارګاه کې لسګونه ښځې او نجونې کار کوي، خو که له دې ملاتړ وشي، کولای شي چې دې کارګاه کې څه باندې ۲۰۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړي.

سادات په داسې حال کې چې وایي، د دوی عاید ښه شوی غوښتنه کوي چې متشبثو ښځو ته د ځای ورکولو ترڅنګ که غیر دولتي موسسې د دې کارګاه له تعلیمي برخې مالي ملاتړ وکړي، کولای شي چې نورې ښځې جذب او هغو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

یاده کارګاه کې چې کومې ښځې پر کار بوختې دي، خوشحاله دي چې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

۶۰ کامله چې د غالۍ اوبدنې په کارګاه کې پر کار بوخته ده، وایي: «دې کارګاه ته له راتلو مخکې بې کاره وم، اوس شکر ده په کار شوې یم.»

نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په ژور خپګان اخته شوې وه، زیاته یې کړه چې اوس یې د خفګان ستونزه‎ حل شوې او اقتصادي ستونزې یې هم کمې شوې دي.

د دې کارګاه د غالۍ اوبدنې برخې یوه زده‌کوونکې وحیده وایي چې له شپږو میاشتو راهیسې چې دې کارګاه کې کار کوي، هم یې د غالۍ اوبدنې کار زده کړی او هم کولای شي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.

هغه د یادې کارګاه جوړېدل د وزګارو ښځو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره اغېزناک بولي او زیاتوي: «دې موده کې مې ډېره څه زده کړل، لکه د غالۍ اوبدنې نقشه او داسې نور.»

د خیاطي یوې استادې شفیقې هم د دې کارګاه له جوړېدو هرکلی وکړ او ویي ویل چې اوس کولای شي دې کارګاه کې د کار کولو له لارې خپلې کورنۍ ته یوه ګولۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغې وویل: «زه کونډه یم، له کوره بهر کار کوم، د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم، ډېره له خپله کاره خوشحاله یم، له دې لارې کولای شم چې خپلو درې اولادونو ته مې کالي واخلم او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړم چې نورو ښځو ته هم د کار اجازه ورکړي.»

 د یادې کارګاه د خیاطۍ برخې یوه زده‌کوونکې مارینا وایي چې دې د کار کولو سربېره د خیاطۍ زده کړه هم ورښودل کېږي.

هغه وایي: «زما میاشتنی عاید زر افغانۍ دی، زموږ په کورنۍ کې له ما او زما له پلار پرته بل څوک کار نه کوي، خوشحاله یم چې کار کوم او پیسې لاسته راوړم.»

ورته وخت کې د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله فاطمه نېک رسولي وایي چې دې وروستیو کې د دغه ولایت د ښار او ولسوالیو په کچه د خیاطۍ او غالۍ اوبدنې کارګاوې ډېرې شوې چې د کورنیو په اقتصاد کې د ښځو فعاله وڼده‎ ښيي.

هغې وویل دې په دغه ولایت کې دوو کلونو کې د ښار او ولسوالیو په کچه شپږ زره ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدنې، کرنې او مالدارۍ برخو په کار بوختې دي.

Views: 139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.