اسعداباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، د یو شمېر مووسسو په همکارۍ یې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې د لنډمهاله زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري مجیبالله عمر نن (د سلواغې دویمه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز په ګډون یې د دغه لایت په چپې درې، وټهپور، پیج درې، خاص کونړ،غازياباد او ناړۍ ولسوالیو کې هغو کسانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړې چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
نوموړي وویل: «موږ د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په شمول، د شپول، واک او ویرو په نومونو د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ د خیاطۍ، نجارۍ، مبایل جوړونې، سلمه دوزۍ، چرګانو ساتنې او د کوچني کاروبار جوړونې د مهارتونو په تړاو د مسلکي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
هغه وایي، دغه کسان به د شپږو میاشتو په موده کې وروزل شي او له هغه وروسته به وکولای شي چې په اړوند برخه کې خپل کاروبار پیل کړي.
د هغه په خبره، د «شپول» مووسسې له لورې د مسلکي زدهکړو پرمهال ګډونوالو ته د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ معاش هم ورکول کېږي چې وکولای شي د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
ورته مهال، هغه ځوانان چې د حرفوي زدهکړو زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د حرفوي زدهکړو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د وټهپور ولسوالۍ د لودم سیمې اوسېدونکی شهزاده چې د حرفوي زدهکړو په یو مرکز کې د موبایل جوړونې مهارتونه زده کوي، وایي، له دې وروسته کولای شي خپل کاروبار پیل او له دې لارې د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي.
هغه وایي: «زه له دوولسم ټولګي فارغ شوی یم، د کورنۍ ۱۳ تنو د ګټې وټې مسوولیت زما په غاړه دی، دنده نه لرم او وزګار یم، اوس چې راته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې، خوشحاله یم؛ ځکه په راتلونکې کې به له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
دغه راز د اسعداباد ښار اړوند دوشاخیلو سیمې یو اوسېدونکی ثناالحق چې یاد مرکز کې د نجارۍ پر زدهکړه بوخت دی، وایي، حکومت دې له دغو مرکزونو فارغ شوو کسانو ته کار ورکړي.
د هغه په وینا، که په راتلونکي کې د دوی په لاس جوړو شوو لرګینو توکو ته بازار پیدا شي، نو د ډېرو بېوزلو ځوانانو اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي.
د یادونې ده، تېر کلونو کې هم د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې په بېلابېلو حرفوي برخو کې د مېرمنو په ګډون کڼ شمېر کسانو ته روزنه ورکړل شوې ده.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن