کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي چې بېلابېل سریاللرونکي یا دوهنمرهیي بانکنوټونه چې دواړه طرفونه یې اصلي وي او دوه سره نه وي، پر نوو بانکنوټونو بدلوي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي، هغه هېوادوال چې دا ډول بانکنوټونه ولري کولای شي چې د افغانستان بانک او یا هم د سوداګریزو بانکونو تر ټولو نږدې نمایندګۍ ته په ورتګ سره دا بانکنوټونه په سالم (د چلښت وړ) بانکنوټونو بدل کړي او یا یې خپلو حسابونو کې تحویل کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ډول بانکنوټونه له ۱۳۹۵ کال څخه را وروسته په مندرسو بانکنوټونو کې نه حسابېدل او د چلښت وړ نه وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د روان لمریز کال په اوږدو کې هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې څلور میلیارده او ۴۶۲ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي.