ګردېز (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یې د نشهيي توکو پروسس یوه کارخونه له منځه وړې او په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
د پکتيا امنیې قوماندانۍ ویاند منيب ځدراڼ د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې کارخونه کې تر ۲۰۰۰ کيلوګرامه پاخه شوي چرس هم له منځه وړل شوي دي.
هغه وایي چې امنیتي ځواکونو په دې تړاو نهه کسان هم نیولي او دوسیې به یې اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم د پکتيا احمدخېلو ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کيلوګرامه چرس نيول شوي وو چې له ځاځي اريوب ولسوالۍ يې هلمند ته انتقالول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن