Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې سل ښځې د حرفوي زده‌کړو له بېلابېلو برخو فارغې شوې

مزارشریف (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ سره میاشت وایي چې په دغه ولایت کې د دې ادارې د حرفوي زده‌کړو پروګرام له بېلابېلو برخو سل ښځې فارغې شوې او اړوند وسایل هم پرې ووېشل شول.

چارواکي وايي، دغو ښځو ته چې د بلخ د مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو اوسېدونکې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د جاپان هېواد په مالي لګښت او د (IFRC) په تخنيکي همکارۍ د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره شوې وه.

د بلخ سرې میاشتې د مرستون امر شمس‌الحق افغاني وايي، دغو مېرمنو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، مرۍ پېیلو او چرګانو ساتلو برخو کې څلور میاشتنۍ روزنه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادو ښځو له ډلې ۱۷ ته ۴۶ -۴۶ زره افغانۍ نغدي مرسته، ۳۵ -۳۵ چرګان او سل - سل کیلوګرامه د چرګانو دانه هم ورکړل شول او پاتې ۸۳ ښځو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ او مرۍ پېیلو برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

نوموړي دغه راز وویل چې د خیاطۍ له برخې فارغو ښځو ته هم اړوند وسایل ووېشل شول.

په همدې حال کې، په بلخ کې د IFRC موسسې عملیاتي مسوول فهیم هوشمند وايي چې د دغه سازمان په تخنیکي همکارۍ او د جاپان هېواد د ۵۵۰ زره ډالرو په لګښت د هېواد په پنځو زونونو کې دغه ډول پروژې تطبیق کېږي.

د هوشمند په وینا، په بلخ کې د دغه حرفوي پروګرام ټول لګښت ۱۱۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي او سل کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.

بل لور ته يادې ښځې هم له دغو زده‌کړو خوښې دي.

له یادو ښځو یوه دیانا مرادي ده چې د کور سرپرستي هم کوي.

هغې پژواک ته وويل چې د خياطۍ برخه کې یې زده‌کړې وکړې، اوس په کار ده چې توليد ته يې بازار پيدا شي.

د اقتصادي چارو پوهان پر دې باور دي که مېرمنو ته په کورونو کې د دې ډول کارونو زمينه برابره شي، نو د کورنيو اقتصاد ورسره پیاوړی کېدای شي.

عبدالصبور سیرت

ایډېټ: زهیر

اندړ

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.