ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان ځیني اوسېدونکي خپلو پېژندپاڼو کې د تېروتنو د اصلاح‌ له لړۍ شکایت لري

د بامیان ځیني اوسېدونکي خپلو پېژندپاڼو کې د تېروتنو د اصلاح‌ له لړۍ شکایت لري

author avatar
28 Jan 2024 - 15:42
د بامیان ځیني اوسېدونکي خپلو پېژندپاڼو کې د تېروتنو د اصلاح‌ له لړۍ شکایت لري
author avatar
28 Jan 2024 - 15:42

بامیان (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو پېژندپاڼو د تېروتنو د اصلاح لپاره د دغه ولایت احصایې ریاست ته یې مراجعه کړې په دې برخه کې د کار له ځنډه شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې دغه ستونزه له پخوا وه او د حل لپاره یې کار روان دی.

د هغوی په وینا، په ځینو مواردو کې معلومات په پېژندپاڼه او د نفوس د احوالو د ثبت په کتاب کې توپیر لري، د یوه توري په ډېرېدو او کمېدو سره له ستونزې سره مخ شوي دي.

د بامیان ولایت د یکه‌ولنګ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، ۱۵ ورځې کېږي چې د خپلې پېژندپاڼې د تېروتنې سمولو لپاره د ولایت مرکز ته راغلی او تراوسه نه دی توانېدلی چې خپله پېژندپاڼه اصلاح کړي.

هغه زیاته کړه چې خپله تذکره یې په ۱۳۷۸ کال کې له یکه‌ولنګ ولسوالۍ ترلاسه کړې چې د اړوندو کارکوونکو د بې‌غوري له امله په پېژندپاڼه او نفوس د احوالو د ثبت په کتاب کې د عبدالواحد په نوم کې د یوه توري «و» په توپیر سره اوس له څو ورځو راهیسې سرګردانه دی څو خپل نوم اصلاح کړي.

هغه له اړوندو مسوولینو وغوښتل څو د پېژندپاڼو د وېش پر مهال د مراجعینو د ځانګړنو کره ثبتولو ته پاملرنه وکړي.

بلخوا، د بامیان د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی حسن هم چې د خپلې پېژندپاڼې د سمولو لپاره یې د احصایې ریاست ته مراجعه کړې په دې اړه وايي، نوم یې په پېژندپاڼه کې حسن ولي او د نفوس د احوالو د ثبت په کتاب کې حسین لیکل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې تراوسه کومه ستونزه نه وه، خو اوس چې یې د برېښنایي پېژندپاڼې د اخیستلو لپاره مراجعه کړې، مسوولینو ورته ویلي چې نوم یې د نفوس د احوالو د ثبت په کتاب کې حسین لیکل شوی تر څو چې اصلاح نه شي، برېښنایي پېژندپاڼه نه ورکول کېږي.

یاده موضوع یوازې د کاغذي پېژندپاڼو برخه کې نه خلاصیږي، بلکه په برېښنایي پېژندپاڼو کې هم ورته ستونزې شته.

د بامیان مرکز یوه اوسېدونکي قدرت‌الله وویل چې نوم یې په انګلیسي ژبه په برېښنایي پېژندپاڼه کې ناسم لیکل شوی او په وار وار مراجعې سره تراوسه اصلاح شوی نه دی.

د هغه په وینا، بامیان کې له وېش وروسته خدمتونو تراوسه ندي فعال شوي او د برېښنایي پېژندپاڼې د اصلاح لپاره باید کابل ته مراجعه وکړي.

بلخوا، مسوولین په دې اړه وايي چې داسې ستونزې له پخوا وي او دې برخه کې د کار د چټکتیا لپاره هڅې روانې دي.

د بامیان د احصایې او معلوماتو ریاست د احصایوي خدمتونو امر محمدمحسن ظفري پژواک ته وویل چې یادې ستونزې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو مخکې هم وې او اوس د مراجعینو د نوم اصلاح او برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د اصلاح لپاره هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، د غوښتنې په وخت کې د مراجعینو د بې‌غورۍ، د پخوانیو کارکوونکو نه تسلط، د نفوس د احوالو د ثبت کتاب ورکېدو او کاپي کېدو له امله یادې ستونزې رامنځته شوې دي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس د ولایت په کچه د املا او انشاء ستونزې حل شوې، وړ مامورین په دې برخه کې ګمارل شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د روان کال له پیل څخه تراوسه د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو او دې برخه کې له نورو خدمتونو له درکه څه باندې ۱۳ میلیون او ۸۷۶ زره افغانۍ هم ټولې شوې دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.