شبرغان (پژواک،۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مردان ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس وژلی دی.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوو وسلهوالو کسانو په مردان ولسوالۍ کې یو ۳۸ کلن سړی وژلی دی.»
هغه زیاتوي چې دغه پېښه پرون ماښام (دوشنبه) شاوخوا شپږ بجې د دغه ولایت د مردان ولسوالۍ په «مردیان» کلي کې شوې خو عاملین یې له سیمې تښتېدلي دي.
د هغه په وینا، تر اوسه د یاد کس د وژلو لامل نه دی معلوم، خو امنیتي ځواکونو یې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن