کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په جرم پر لس- لس کلونو بند محکوم شوي دي.
عمران خان او قریشي چې لا دمخه په نورو قضیو کې زنداني دي، د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې یې محکمه راولپنډۍ کې روانه وه.
پاکستانیو رسنیو د سلواغې په ۱۰مه، خبر ورکړی چې نن د ځانګړې محکمې قاضي عمران خان او قریشي دواړه په لسو کلونو سخت بند محکوم کړل.
د تحریک انصاف ګوند یو ویاند هم فرانس پریس اژانس ته ویلي: «پخوانی صدراعظم عمران خان او د تحریک انصاف مرستیال قریشي هر یو په لس – لس کاله بند محکوم شوي دي.»
عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و، او د پوځ د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته یې د نه باور رایې ترلاسه کولو په پایله کې له واک څخه ګوښه شو.
د اپوزیسیون د مشر په توګه هغه د لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د بېساري مخالفت کمپاین پیل کړ او چارواکي یې تورن کړي چې د امریکا په ملاتړ دسیسه کې یې هغه له واک څخه ګوښه کړی او د هغه د وژلو پلان یې جوړ کړی چې له امله یې هغه ټپي شوی و.
عمران خان په داسې حال کې د لسو کلونو په بند محکوم شوی چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته په دغه هېواد پارلماني ټاکنې ترسره شي او د ده د ګوند ډېری مشرانو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن