پلعلم (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د رياستالوزرا سیاسي مرستیال لوګر کې یوې غونډې ته وویل، د پخوا په نسبت اوس د اسلامي امارت اړیکې له نړۍ سره عادي او پراخې شوې دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې د یو شمېر وزارتونو سرپرست وزیرانو یې هم ملتیا کوله، لوګر ولایت کې یو غونډې ته وویل، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له شاوخوا ۱۷ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او په خبره یې چې د پخوا په نسبت یې اوس له نړۍ سره اړیکې عادي او پراخې شوې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: «د اسلامي امارت نظام يوازې د طالب نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټول افغانان بايد ورڅخه په مېړانه دفاع وکړي.»
هغه وویل، له ګاونډيو هېوادونو سره یې اقتصادي اړيکې پراخې شوي او د حکومت کالنۍ بوديجه هم له خپلو عوايدو برابره وي.
هغه په ټولو امنیتي ادارو غږ وکړ چې د نظام پر ضد د هر ډول تخریبې کړنو او تبليغاتو مخنيوی وکري.
ورته وخت کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکي هم دغه ولایت ته د رياستالوزرا د سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر ګټور بولي، خو غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته دې جدي پاملرنه وشي.
د غونډې يوه ګډونوال حاجي عبيدالله پژواک ته وويل: «اسلامي امارت دې لوګر ولايت کې پر ملي پروژو کار پيل کړي، د خلکو غصب شوې ځمکې دې بېرته راوګرځوي، اقتصادي ستونزو او وزګارتيا ته دې جدي پاملرنه وشي.»
د یادونې ده، د رياستالوزرا سیاسي مرستیال او د حکومت يو شمېر سرپرست وزيرانو له دې وړاندې په خوست او پکتیا ولایتونو کې هم له ځايي مسؤولینو او قومي مشرانو سره په غونډو کې برخه اخیستې او د حکومت او ولس ترمنځ د واټن پر له منځه وړلو یې ټینګار کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن