ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي

کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي

author avatar
3 Feb 2024 - 14:17
کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي
author avatar
3 Feb 2024 - 14:17

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د مالیزیایي غوړیو، قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه ټیټه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۷۴ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۷مه د یوه امریکايي ډالر اخیستو بیه ۷۳ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ تبادله کېدې.

د صرافانو په خبره، په بازار کې د افغانیو ډېرېدو له امله د هغو ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې کم شوی دی.

د یاد سرای یوه صراف محمدنادر پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کال د ژمي په موسم کې صادرات کمېږي او واردات ډېرېږي چې له امله یې په بازار کې امریکايي ډالر کمېږي او ارزښت یې لوړېږي.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو‎ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو او قزاقي اوړو او مالیزیایي غوړیو د وارداتو کمېدو له امله په کابل ښار کې د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.

خو نوموړی وايي، د تېرو اووه ورځو په نسبت نن د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې عمده بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۴۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د صافي په خبره، د هندي بورې وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د هغې بیه ټیټه شوې ده.

خو سرچینه وايي چې نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي حامد صوفي وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سروزرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۱۰۰ څخه ۴۱۵۰ افغانیو ته او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو بیو له بدلون سره تړاو لري.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن لکه تېرې ۷ ورځې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۶۰ افغانۍ دي.

دغه راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې ‎یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.