کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست کابل کې د جاپان له سفیر غوښتي چې له نړۍوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک او د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدلي.
دی زیاتوي چې یاده لیدنه کې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وویل چې افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري.
سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه شیخ ندامحمد ندیم د جاپان له سفیره وغوښتل چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
همداراز د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د یاد هېواد له سفیر څخه غوښتي چې له نړۍوالو سره د افغانستان حقیقي انځور شریک کړي.
سرچینه کاږي، په دغه لیدنه کې د جاپان سفیر وویل چې د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال دوی له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، د جاپان سفیر د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلې کولو برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن