ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د یونیسف د رییس فران‌ ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد

افغانستان کې د یونیسف د رییس فران‌ ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد

author avatar
7 Feb 2024 - 11:09
افغانستان کې د یونیسف د رییس فران‌ ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد
author avatar
7 Feb 2024 - 11:09

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق رییس فران ‌ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد او پر ځای به یې ډاکټر تاج‌الدین د یادې ادارې چارې پر مخ وړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونیسف) له رییس فران ایکویزا سره تویعي لیدنه وکړه.

په دغه کتنه کې ایکویزا ویلي چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوه کلونه په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې ياد دوه کلونه به يې د ژوند وياړ او خوږه خاطره وي.

هغه ویلي چې له ده وروسته به ډاکټر تاج‌الدين د نوموړي پر ځای په افغانستان کې د يونیسف ادارې چارې پر مخ وړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې ستانکزي په افغانستان کې د يونیسف فعالیتونه تاريخي او اوږدمهاله وبلل او د ايکويزا کاري لړۍ یې وستايله او د يونیسف راتلونکي مشر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګند کړه.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.