Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه څلور کلنه نجلۍ مړه شوې ده

مهترلام (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه ماشومه موټر وهلې او مړه شوې ده.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس اژانس ته وویل چې نن شاوخوا ۱۲ بجې د دغه ولایت الیشنګ ولسوالۍ په شمرام سیمه یوه څلور کلنه نجلۍ موټر وهلې او مړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پېښی ځای ته د ترافیکو مدیریت مسوولین رسېدلي، موټرچلوونکی نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.