ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو شپږو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴ زره کډوال راستانه شوي

تېرو شپږو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴ زره کډوال راستانه شوي

author avatar
15 Feb 2024 - 13:47
تېرو شپږو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴ زره کډوال راستانه شوي
author avatar
15 Feb 2024 - 13:47

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۴۰۸۱‍ کسان کېږي، د سلواغې له ۱۹مې تر ۲۵مې نېټې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۷۲۹ کسان چې شاوخوا ۱۹۰ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه‌راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۳۵۲ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر او نیمروز له لارو په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

بلخوا، د سلواغې په ۲۱مه نېټه د ایران یوې رسنۍ «خبرګزاری ایرنا» د دغه هېواد د خراسان رضوي ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له قوله لیکلي و چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې ۲۰ زره افغانان نيولي او د دوغارون پولې له لارې یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په درېیمه نېټه د کډوالۍ نړۍوال سازمان «IOM» ویلي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

کاکړ

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.