Language

 کندهار ښار کې یو ترافیک پولیس موټر وهلی او مړ شوی دی

[restrict paid="true"]

کندهار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲) امنیتي مسوولین وایي چې په کندهار ښار کې یوه ترافیک پولیس د دندې پر مهال موټر وهلی او مړ شوی دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن (د سلواغې ۲۶مه) د کندهار ښار پنځمې حوزې اړوند ساحه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د احسان الله په نوم دغه ترافیک په دنده بوخت وو چې تر باروړونکي موټر لاندې شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل، پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې او موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.

کندهار ښار کې د ترافیکي بې‌نظمۍ له امله ډېری وخت ورته پېښې کېږي.

[/restrict]