[restrict paid=”true”]
اټلاڼتا (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه ناسته د بندو دروازو شا ته پیل شوه، بلخوا کوربه هېواد قطر د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو هرکلی کړی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت له خو په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربهتوب نن (د سلواغې ۲۹مه) پیل شوه.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه کنفرانس کې د نورو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم ګډون کړی دی.
د قطر بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفه په خپلې پرانیستونکې وینا کې یو ځل بیا له افغانانو سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه چې هېواد به یې له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
الخلیفه وویل، دوی د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږيکوونکي وړاندیزونه رغنده، هر اړخیز او د افغانستان په تړاو یو مثبت اقدام بولي او هرکلی یې کوي.
د هغه په وینا، دا وړاندیزونه یوه روښانه د لار نقشه او سیاسي مېکانیزم برابروي او کولی شي چې په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د ښکېلتیا لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
د قطر دغه چارواکي وړاندیز وکړ، که پر دغو وړاندیزونو د افغانستان له سرپرست حکومت سره مشورې وشي، نو ډېر ګټورې به وي.
هغه زیاته کړه چې هېواد به یې د داسې کنفرانسونو کوربهتوب ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي چې د دوحې غونډه کې د امریکا، کاناډا، چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروې، پاکستان، قطر، د کوريا جمهوريت، روسيې، سعودي عربستان، سويس، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحدو عربي اماراتو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاريو سازمان او د شانګهای همکاریو سازمان استاري ګډون کوي.
تر اوسه د دې ناستې د لومړۍ ورځې جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به له افغانستان سره د تعامل زیاتولو او له دغه هېواد سره د لا همغږۍ په اړه خبرې کېږي.
د ملګرو ملتونو سیاسي او سولې چارو څانګې تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «د دوحې په دویمه ناسته کې بحثونه به د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په چوکاټ کې ترسره شي، کوم چې غړي هېوادونه هڅوي چې په هېواد کې د نړۍوالې ښکېلتیا ډېرولو په اړه غور وکړي.»
په دې اعلامیه کې راغلي، د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږيکونکی فریدون سینیرلي اوغلو به په دوحه کې د خپلواکې ارزونې او د هغې په وړاندیزونو پورې اړوند بحث کې برخه واخلي.
د دوحې غونډه کې به د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي پر ګومارنه هم بحث وشي؛ هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.
بلخوا له دې ناستې مخکې د افغانستان په تړاو د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو جلا جلا ناستې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پر اېکس شبکې لیکلي چې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره یې د دوحې کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دوحې ناستې په ترڅ کې به د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو ترمنځ درې کاري غونډې جوړې شي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به وينا وکړي او د ورځې په پاى کې به د هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره یوه دوه ساعته ناسته ولري.
په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب لطفالله نجفيزاده، ميترا مهران، شاهګل رضايي او محبوبه سراج هم شتون لري.
په غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ چې په دې غونډه کې بې ګډون غوره ونه وباله.
[/restrict]
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن