[restrict paid=”true”]
دویم تعقیب- جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د غره د ښویېدنې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو او اړیکو رییس او ویاند مولوي محمد عبدالله جان د سلواغې په ۳۰مه، په ویډیویي کلېپ کې ویلي، چې په هېواد کې د بارانونو او واورو د اورښت له پیلېدو سره سم په ځینو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړې چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسولۍ د مکرې په کلي کې د غره د ښویېدلې له امله ۲۵ کسان مړه او اته نور نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د یاد کلي شاوخوا ۲۰ کورونه هم نړیدلي دي او سیمې ته دژغورنې ټیمونه رسیدلي دي.
مولوي عبدالله جان وویل چې په نورستان او پنجشېر ولایتونو کې هم خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
ده زیاته کړه چې په پنجشېر ولایت کې هم پنځه کسان تر واورو لاندې شوي او د ژغورنې ټیمونه هلته رسیدلي دي.
تر دې مخکې د نورستان سیمهییزو مسوولینو ویلي وو، چې د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سمیعالحق حقبیان پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د ډېر ورښت له امله غر ښویېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۲۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي، د پنځو کسانو مړي موندل شوي او د نورو جسدونو لټون روان دی.
د نورګرام ولسوال قاري حبيبالله صابر وايي، دغه پيښه تېره شپه رامنځته شوې چې له امله يې نږدې ۸۰ کورونه ويجاړ شوي دي.
د هغه په خبره، دا مهال هم د ژغورنې عمليات روان دي او له خاورو يې له شلو ډېر مړي را ايستلي او یو شمير نور کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
د سیمې اوسېدونکي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي وايي که له مرکز پارون او يا هم نورو ولايتونو ژغورونکې ډلې ورنه شي د مرګژوبلې شمېر به ډېر شي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پيښې له قربانيانو سره د مرستې په موخه د پيښې ځای ته د ژغورنې ټيمونو د استول کېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د خلکو خدمت او ژغورنې ته استول شوي دي.
[/restrict]
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن