بامیان، نیلي (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وايي، د بامیان او دایکنډي ټولې نښلوونکې لارې چې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وې، د پاککارۍ چارې یې بشپړې او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
د بامیان د ټولګټو چارو رییس انجنیر حفیظالله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل، د بامیان د ولسوالیو او څېرمه ولایتونو لارې چې د درنو واورو او سخت توپان له امله له مرکز سره د مسافرو پرمخ تړل شوې وې، له ۲۴ ساعتونو وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه چې د بامیان – کابل، حاجيګک - شیبر، بامیان – دایکنډي، یکهولنګ – پنچاب، ورس – بهسود، اقرباط او د بامیان مرکز لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې او خلک کولای شي له کومې وېرې پرته پرې تګ راتګ وکړي.
بلخوا، د دایکنډي سیمهییز مسوولین وايي چې له یوې ورځې وروسته د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې دي.
د دایکنډي د والي ویاند سید غضنفر کاظیمي وايي چې د قوناق، خدیر، اشترلي او کیتي کوتلونو لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې یادې لارې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله له پرون راهیسې تړل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP