کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د افغانستان له خاورې په تېرېدو منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.
دغه پټلۍ د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښاره پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي د سمنګان، بغلان، بامیان، میدانوردګو او لوګر له ولایتونو په تېرېدو د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ ته رسېږي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یو پلاوی وړمه ورځ د افغان – ټرانس غونډه کې د ګډون او د دوه اړخیزو رېلي همکاریو پراختیا په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک د دې ادارې د سرپرست مولوي بختالرحمن شرافت، د ازبکستان د ترانسپورټ د وزیر میرزا موئین اوغلي او متحده عربي اماراتو د (ADL Ulanish) شرکت د رییس الانیش ترمنځ لاسلیک شو.
سرچینه کاږي، د دغه هوکړهلیک پر اساس به د متحده عربي اماراتو یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات په خپل مالي لګښت ترسره کوي او د دغو مطالعاتو پایلې به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو له لوري په دې پروژه کې د پانګونې جذب په موخه له نړۍوالو مالي بنسټونو او سوداګرو سره شریکوي.
همدارنګه د دغو هېوادونو یادو استازو وپتېیله چې سبا به د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو پلاوي په تاشکند ښار کې په انلاین ډول د دې پروژې په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، دغه پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه چې له سیاسي بدلون وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب ترسره شوه، د کابینې له لوري یې مسیر تایید او د چارو پرمختګ لپاره یې یو کلن عملیاتي پلان لاسلیک شو.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا هېوادونو، نړۍوالو مالي بنسټونو او سوداګرو ته بلنه ورکوي څو د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي او خپله دنده بولي چې پانګوالو ته د پانګونې په موخه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن