ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ د څپري سیمې ښوونځی ودانۍ نه‌لري

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ د څپري سیمې ښوونځی ودانۍ نه‌لري

author avatar
21 Feb 2024 - 11:55
د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ د څپري سیمې ښوونځی ودانۍ نه‌لري
author avatar
21 Feb 2024 - 11:55

اسعداباد (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ د څپري سیمې اوسېدونکي وایي، ۲۵ کاله مخکې یې په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه چې اوس د بارانونو له امله ویجاړه شوې ده.

د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ د څپري سیمې یوه قومي مشر حاجي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۵ کاله مخکې یې د ولسي خلکو په شخصي لګښت په سیمه کې د ښوونځي لپاره د شپږو خونو خټینه ودانۍ جوړه کړې وه چې اوس د اورښتونو له امله ویجاړه شوې ده.

نوموړي وویل: «موږ په یوې غرنۍ سیمه کې اوسېږو، نه مو د لېسې لپاره ودانۍ شته او نه هم د متوسطې لپاره، په ولسي مرستو مو کالونه وړاندې شپږ خټینې خونې جوړې کړې، خو هغه هم بارانونو خرابې کړې او د لوېدو له وېرې په‌کې زده‌کوونکې درس ته زړه نه ښه کوي.»

هغه وایي، د ودانۍ نشتوالي له امله اړ دي د اورښتونو پر مهال زده‌کوونکي رخصت کړي.

د څپرې لېسې یو ښوونکی زرولي وردګ وایي، په سیمه کې یې له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي چې ماشومان یې د ښوونځي ودانۍ نشتوالي له امله تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

هغه وویل: «د څپري په لېسه کې شاوخوا ۵۰۰ زده‌کوونکي درس وایي، زده‌کوونکي د چت او دېوالونو د غورځېدو له وېرې په هغو خټینو اتاقونو کې نه شو کېنولی چې پخوا مو جوړ کړي، مجبور یو تر شنه اسمان لاندې ورته زده‌کړې ورکړو.»

هغوی له حکومته غواړي چې د دې غرنۍ سیمې د نورو ګڼ شمېر ستونزو ترڅنګ د ښوونځي ودانۍ ستونزې ته رسېدنه وکړي.

خو د دغه ولایت پوهنې ریاست چارواکي بیا وايي، هڅه کوي په دغه ولایت کې ټولو هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې نه یې لري.

نوموړي وویل: «موږ د څپري لېسې له ودانۍ له نږدې کتنه کړې، رښتیا هم چې خونې یې له خټو ګټو جوړې شوې او اوس مهال زیانمنه شوې، موږ هڅه کوو چې د یادې ودانۍ ترڅنګ د کونړ په نورو سیمو کې هم د ښوونځیو شته ودانۍ ترمیم او یا هم نوې جوړې کړو.»

هغه زیاتوي، د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په دغه ولایت کې د ښوونځیو لپاره درې نوې ودانۍ جوړې شوې، ۴۴ ودانۍ ترمیم شوې او ۲۷ نورې ودانۍ د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري ترمیم او د احاطې دېوالونه یې جوړ شوي دي.

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.