کابل (پژواک، ۳ د کب ۱۴۰۲): د ښار او کور جوړولو وزارت وایي، د نوي کابل ښار پروژې په لومړي فاز کې د یوه معیاري طبي کمپلېکس پر جوړولو هوکړه وشوه.
د ښار او کور جوړولو وزارت معلوماتو له مخې، د نوي کابل ښار ماسټر پلان په ۱۳۸۷ کال کې د هېواد د داخلي متخصصینو او د جاپان هېواد په مالي او تخنیکي همکارۍ د تطیق لپاره نهایي شوی چې دهسبز ولسوالۍ بشپړه او د شکردرې، استالف، قرهباغ، کلکان او بگرام ولسوالیو یو شمېر سیمې په کې شاملېږي.
د نوي کابل ښار لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت د روان کال په زمري میاشت کې پیل شوې چې په پلې کېدو به یې پر ۷۴۰ جریب ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.
د ښار او کور جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نوي کابل ښار کې د یوه معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره ټاکل شوې کمېټې له پرلهپسې پنځو ناستو وروسته هوکړه وکړه چې یاد طبي کمپلېکس دې د نوي کابل ښار پروژې په لومړي فاز کې جوړ شي.
سرچينې لیکلي چې ټاکل شوې یاد طبي کمپلېکس د نوي کابل ښار د لومړي فاز په ۱۰۰ سل جریب ځمکه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبرپاڼه له مخې، دغه چاره د ا.ا کابینې د روان کال د لسمې ګڼې مصوبې د پرېکړې عملي کولو په موخه ترسره شوه او جوړېدونکی معیاري طبي کمپلېکس باید په داسې ځای کې جوړ شي چې له ښاري ګڼې ګوڼې لرې او د خلکو لاسرسی ورته اسان وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP