Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې نهه کسان له بېلابېلو نشه‌یي توکو سره نیول شوي

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۲۸ ګرامه هیروئین او څه باندې درې زړه قرصه «ذیکب» او «کا» ټابلیټونه ترلاسه شوي چې په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه نشه‌یي توکي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ترلاسه شوي دي.

هغه لیکلي، له یادو نهه کسانو سره ۱۲۸ ګرامه هیروئین، درې زره قرصه ذیکب، ۷۳ قرصه کا ټابلیټ نیول شوي او دوسیې به یې له څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.