Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار ۱۲مه ناحیه کې یو سړک جوړ شو

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دوولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر پارک سیمه کې د ۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې‎.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دوولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر پارک سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.

سرچینې زیاته کړې، دغه فرعي سړک ۶۵۰ متره اوږدوالی او ۵،۵ متره سور لري.

ښاروالۍ لیکلي، پر دغه فرعي سړک باندې ۷،۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او یادې پیسې د کابل ښاروالۍ له خوا ورکړل شوې دي.

سرچینه کاږي، یاد فرعي سړک د درېیو میاشتو په موده کې د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو هوارۍ په موخه جوړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په جوړېدو سره د سيمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري اسانتياوې برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ وړمه ورځ د دغه ښار په دیارلسمه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.