ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قمي: ایران کې څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي

قمي: ایران کې څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي

author avatar
25 Feb 2024 - 17:16
قمي: ایران کې څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي
author avatar
25 Feb 2024 - 17:16

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ایران کې اوسېږي او باید افغانستان کې داسې شرایط برابر شي څو د دغو کډوالو یوه برخه خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون (شنبه) له دانشجو خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د افغانستان د لوستو‎ او کاري ځواک یوه مهمه برخه په ایران کې ده.

هغه څرګنده کړې: «هېواد کې له شپږ میلیون ډېر افغان کډوال لرو. د افغانانو کډوالي د هغو ناورینونو له امله ده چې امریکایانو په هغه هېواد کې رامنځته کړې ده. د ایران او افغانستان خلکو ترمنځ د اختلافاتو راپیدا کول د دښمن کار دی. باید افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي ځو ځیني دغه کډوال ‎ بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»

د هغه په ​​وينا، هغه لوستي افغانان چې په ايران کې يې زده‌کړې کړې، کولاى شي خپل هېواد ته ستانه شي او مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم ویلي وو چې غیرقانوني کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د وړاندې شوو معلوماتو پر بنسټ، تېرو نهو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره او ۵۰۰ افغان کډوال په روز او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.