ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلینسکي: له روسیې سره جګړه کې مو تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي

زلینسکي: له روسیې سره جګړه کې مو تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي

author avatar
26 Feb 2024 - 01:52
زلینسکي: له روسیې سره جګړه کې مو تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي
author avatar
26 Feb 2024 - 01:52

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي چې له روسیې سره په روانه جګړه کې یې تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، زلینسکي د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) خبریالانو ته وویل، د ټپیانو شمېر ځکه نه په ډاکه کوي چې دغه کار به د روسیې له پوځي پلان‌جوړوونکو سره مرسته وکړي.

تېر کال د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیاک ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له ۲۴مې پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته ۱۳۰۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

دا شمېرې داسې مهال خپرېږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله پوره شول.

که څه هم روسیې د خپلو وژل شوو سرتېرو شمېر نه دی اعلان کړی خو څه موده مخکې د میدیازونا او د بي‌بي‌سي روسۍ څانګې په تحقیقاتو کې د ۴۵۱۲۳ سرتېرو هویت معلوم کړی چې د اوکراین په جکړې کې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي وو چې ممکن د روسیې تلفات تر دې هم زیات وي.

له دې مخکې د بریتانیا ډیلي‌مېل ورځپاڼې د دغه هېواد دفاعي او استخباراتي سرچېنو په حواله راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۳ کال کې هره ورځ د روسیې ۳۰۰ سرتېري په جګړه کې وژل شوي. بریتانیا ویلي، که د روسیې د سرتېرو تلفات همداسې روان وي، ممکن تر ۲۰۲۵ کال پورې دا شمېره ۵۰۰ زرو ته ورسېږي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.