کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): امریکا د لومړي ځل لپاره په تایید کړې چې د ځمکې په مدار کې یې وسلې ځای پر ځای کړې دي، خو د دغو وسلو د ډول او وړتیاوو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي؛ یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه اعلان ښايي په فضا کې د وسلو سیالي لا پسې چټکه کړي.
د امریکا د هوايي ځواک د وزیر مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي ځواک وزیر ټرای مېنک د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۴مه، په مریلند کې د «هوا، فضا او سایبري» کنفرانس پر مهال د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د امریکا فضايي ځواک په فضا کې وسلې ځای پر ځای کړې دي.
مېنک ویلي چې امریکا اوس «په مدار کې د فضا د کنټرول وسلې» لري، چې د «دښمنو لورو» پر وړاندې د امریکا د ګډو ځواکونو د دفاع وړتیا لري.
خو امریکايي چارواکو د دغو وسلو د کره ډول او وړتیاوو په اړه جزیات نه دي ورکړي او د وسلو شمېر او په مدار کې د ځای پر ځای کېدو وخت یې هم نه دی اعلان کړی.
امریکايي خپرونې «ایر اېنډ سپېس فورسز مګزین» (Air & Space Forces Magazine) دغه څرګندونې تر اوسه په فضا کې د امریکا د یرغلیزو وړتیاوو د لرلو په اړه د پنټاګون تر ټولو څرګند تایید بللی دی.
د دې سرچینې د راپور له مخې، مېنک له وینا وروسته هم د دغو وسلو په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د دې وسلو په اړه کارول شوې اصطلاح «په ډېر دقت ټاکل شوې ده.»
امریکايي رسنۍ «ډیفنس ون» (Defense One)راپور ورکړی چې دغه اعلان د فضا د چارو د یو شمېر کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.
د «سیکیور ورلډ» بنسټ د فضايي امنیت او ثبات مشره ویکتوریا سامسون دې رسنۍ ته ویلي چې دغه اعلان ډېر مهم دی؛ ځکه د هغې په باور، تر دې مخکې د امریکا د حکومت هېڅ چارواکي په ښکاره دا ډول موضوع نه وه تایید کړې.
هغې زیاته کړې چې له دې اعلان وروسته امریکا باید دې ته چمتو وي چې چین او روسیه هم ورته اقدام یا اعلان وکړي؛ هغه بهیر چې د هغې په باور، د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی.
سامسون له امریکايي رسنۍ «سپېس پالیسي آنلاین» (SpacePolicyOnline) سره په خبرو کې ویلي چې که فضا د شخړې پر ډګر بدله شي، امریکا به فضايي زیربناوو ته د پراخې اړتیا او په دې برخه کې د ډېرو پانګونو له امله له پام وړ زیانونو سره مخ شي.
د هغې په باور، چین او روسیه ښايي د واشنګټن وروستی اعلان د خپلو یرغلیزو فضايي پروګرامونو د توجیه لپاره وکاروي.
د ځای پر ځای شوو وسلو ډول او ماهیت لا هم روښانه نه دی. سامسون ویلي، د هغې د اټکل له مخې، د مېنک موخه ښايي په فضا کې ځای پر ځای شوي برېښنايي ګډوډوونکي وسایل وي؛ خو دا یوازې د یوه کارپوه ارزونه ده او امریکايي چارواکو تر اوسه د دغو وسلو ډول نه دی تایید کړی.
د بهرنۍ فضا د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۶۷ کال کې نافذ شو، د ځمکې په مدار کې د اټومي او نورو ډلهییزې وژنې وسلو ځای پر ځای کول منع دي؛ خو دغه تړون په مدار کې د هغو ټولو وسلو ځای پر ځای کول په څرګنده نه منع کوي چې د ډلهییزې وژنې په وسلو کې نه راځي.