[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ارزولو په موخه د تړلو دروازو شا ته جوړه شوې غونډه کې د دغه هېواد لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دا غونډه پرون دوشنبې ناوخته جوړه شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټریش ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک خبریالانو ته ویلي: «په سیاسي او د سولې چارو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې رزماري دې کارلو په دې غیرعلني غونډه کې امنیت شورا ته توضیحات ورکړل؛ هغې تېره اونۍ په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډه کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یې مشري کوله، خپل تازه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.»
هغه زیاته کړه چې له عمومي منشي انټونیو ګوټریش څخه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو غوښتنه شوې چې هغه یې په اړه سلا مشورې پيل کړې دي.
دوجاریک د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځانګړي استازي ټاکلو لپاره کوم زماني جدول شته او که نه؟ وویل: «دا مسئله ډېره جدي او ښه تر غور لاندې ده او همدا چې یو څوک ولرو، نوم به یې اعلان کړو.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۹مه په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان او سرپرست حکومت له مشرانو سره د تعامل ډېرېدو لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکل تصویب کړي وو.
په دغه پرېکړهلیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتل شوي چې د ځانګړي همغږيکوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سپارښتنو، په ځانګړي ډول د جنسیت او بشري حقونو لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټریش تېره اونۍ د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د یو ځانګړي استازي ګومارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیم کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره د دوحې غونډې ګډونوال د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي او خپلواک ارزوونکي له ارزونو سره موافق وو چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارل دي.
د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران استازو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له ټاکلو کېدو سره مخالفت ښودلی و.
د افغانستان سرپرست حکومت هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وړاندې مخالفت ښودلی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP