ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

PM2.5 د هوا ککړتیا تر ټولو خطرناکه او مضره ماده ده!
PM2.5 د هوا ککړتیا تر ټولو خطرناکه او مضره ماده ده!

لیکنه: انجنیر جوادالله (جاهد)

ښايي د PM2.5  معلقو ذراتو په اړه مو یو څه اورېدلي وي او له نوم سره به یې اشنايي لرئ؛ ځکه په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلونونو او د نړۍ یو شمېر ګڼ مېشته ښارونو کې د هوا ککړتیا خبرونه د رسنیو سرټکي جوړ شوي، زه به کوښښ وکړم د امکان تر بریده په لنډه او مختصره لیکنه کې دا درته وښییم چې PM2.5  څه شی دي، د تولید سرچینه یې څه ده او د انسانانو روغتیا لپاره څه زیانونه لري او …؟

PM2.5   څه شی دي (څه مفهوم لري)؟

PM2.5  په اصل کې د Particulate Matter مخفف دی چې دا د معلقو ذراتو هغه ځانګړې کټګورۍ ته وايي چې قطر یې ۲.۵ میکرون (میکرومتر) یا تر دې هم کوچنی وي. د دې ذراتو له اندازې سره ستاسو د ښې بلدتیا او تاسو ته یې د غوره تصویر وړاندې کولو په پار ویلای شم چې په منځنۍ کچه د انسان د یو تار وېښته ضخامت شاوخوا ۵۰ میکرون دی، که ۵۰ پر ۲.۵ تقسیم کړو د تقسیم حاصل یې ۲۰ راځي؛ یعنې د PM2.5  ذراتو قطر د انسان د وېښته له قطر څخه ۲۰ برابره کوچنی دی.

PM2.5 د هوا د ککړوالي تر ټولو مضره ماده ده؛ ځکه په یوه ښاري سیمه کې ټول زهري مواد په دې کې شتون لري او هم د کوچنیوالي له کبله زموږ سږو ته سیده تللی شي؛ ځکه د زیات کوچنیوالي له کبله یې زموږ د پزې څخه سږو ته د انتقال پر مهال د پزې سوري او نور تنفسي سیستم مخه نه شي نیولی.

PM2.5 معلقې ذرې د کوچني جسامت لرلو له وجې تر ډېرې مودې په هوا کې په معلق (ځوړند) شکل پاتې کېدای شي او تر ډېرو لېرې فاصلو د انتقال وړ دي. په هوا کې د معلق پاته کېدو په صورت کې تر ډېر وخته د انسان سږو ته د داخلېدو او له سږو څخه د بدن نورو غړو ته خپرېږي.

د PM2.5  ذراتو د غلظت ډېرېدو لامل او پر چاپېریال یې اغېز:

په هوا کې د PM2.5  ذراتو غلظت معمولا په هغو جغرافیايي سیمو کې ډېر وي چېرته چې صنعتي فعالیتونه ډېر او د باد جریان کم یا نه وي، د بېلګې په ډول هغه ښارونه چې جغرافیوي موقعیت په ژورو سیمو کې وي او هلته د باد جریان کم وي، په هوا کې یې د باد د جریان د نه موجودیت یا ضعیف جریان له امله د PM2.5  ذراتو غلظت جمعه کېږي او ډېرېږي.

په اصل کې په هوا کې دPM2.5  ذراتو د غلظت د ډېرېدو لامل صنعتي او انساني فعالیتونه (د نفتو، ګازو او ډبرو سکرو سوځول، د موټرو تګ راتګ، د فلزاتو ویلې کول، د ځنګلونو سوځول او …) دي چې د یادو فعالیتونو په نتیجه کې د PM2.5 کوچني ذرات تولېدېږي.

د انسانانو پر روغتیا د PM2.5 معلقو ذرو د غلظت د ډېرېدو اغېزې:

پورته مو یادونه وکړه چې د PM2.5 معلقو ذرو قطر ډېر کوچنی دی؛ په همدې اساس د انسانانو لخوا د هوا د تنفس پر مهال په هوا کې موجود دغه ذرات کولای شي د تنفسي سیستم له لارې سږو ته داخل شي؛ سږو ته د رسېدو او هلته د رسوب په صورت کې د انسانانو لپاره لنډمهاله ناروغۍ لکه د پزې، ستوني او سږو تحریک، ټوخی، پرنجی، ساه لنډي، د سږو د فعالیت کمزورتیا او نورې رامنځته کېږي. په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د علمي څېړنو د پایلو له مخې د څو ساعتونو یا څو هفتو لپاره د PM2.5 معلقو ذراتو تنفس او بدن ته داخلېدل کولای شي د زړه د غیر وژونکو ناروغیو لامل وګرځي او ان په ځینو مواردو کې د زړه د خطرناکو ناروغیو (چې له امله یې ممکن انسانان ژوند له لاسه ورکړي) سبب هم کېدای شي.

څېړنو ښودلې چې د PM2.5 معلقو ذراتو د غلظت ډېرېدل د سرطاني او  زړه د ناروغیو له امله د انسانانو د مړینې له ډېرېدو سره تړاو لري، په دې مانا چې په هوا کې د PM2.5 معلو ذراتو د اندازې ډېرېدل د زړه او سرطان په ناروغیو د انسانانو د اخته کېدو او مړینې اندازه لوړوي.

په یاد ولرئ چې ماشومان، ډېر عمر لرونکي کسان، د ساه لنډۍ او زړه ناروغان او هغه کسان چې لږ فزیکي حرکات یا ورزش کوي د نورو سالمو انسانانو په پرتله ډېر د PM2.5 معلقو ذراتو له موجودیت سره حساس دي.

د PM 2.5 معلقې ذرې ولې د هوا د ککړتیا تر ټولو خطرناکه او مضره ماده ده ؟

د PM 2.5 معلق ذرات کولای شي د انسانانو پر روغتیا ډېرې پراخې او اوږدمهاله منفي اغېزې ولري، ځکه کله چې دغه ذرات د انسان بدن ته داخل شي له هغه سره تقابل پیلوي؛ په داسې ډول چې د هوا د جریان له لارې د تنفسي سیستم انتها یا وروستي غړي ته ځان رسوي، هلته په رسوب سره د وینې جریان له لارې رګونو ته خپرېږي او د بدن د نورو غړو په متضرر کولو پیل کوي. کله چې د انسان بدن ته دغه کوچني معلق ذرات داخل شي بیا په ډېره سختۍ ترې خارجېږي. یعنې که انسانان د ککړې هوا د تنفس د مخنیوي برخه کې وقایوي کارونه (له ماسک استفاده او …) نور ترسره نه کړي نو بدن ته د معلق کوچنیو ذرو د داخلېدو په صورت کې د هغه درملنه یا بېرته خارجول ډېر ستونزمن دي، په دې خاطر ګټوره او اساسي لاره داده چې د امکان ترکچې د ککړې هوا د تنفس مخنیوی وکړو.

د PM2.5 ذرو د تولید سرچینه:

معمولا نقلیه وسایط لکه موټر، اتوبوس، ساختماني تجهیزات، او نور هغه وسایل چې د ګټې اخیستنې لپاره یې د فوسیلي موادو (ګازو، لرګیو، ډبرو سکرو، تېلو) مصرف ته اړتیا وي؛ د PM2.5 د معلقو کوچنیو ذرو د تولید لومړۍ درجه سرچینې دي؛ دغه راز طبیعي پېښې لکه ځنګل کې اورلګېدنه او نور موارد هم کولای شي په هوا کې د PM2.5 معلقو ذرو غلظت لوړ کړي.

همداسې د انرژۍ د تولید کارخانې (د برېښنا کارخونې) هم د PM2.5 ذرو د تولید سبب کېدای شي، په اصل کې دغه پېښه (د برق د مرکز په وسیله د PM2.5 ذرو تولید) په اتومسفیر کې د ګازاتو له عکسلعمل څخه سرچینه اخلي چې ممکن دغه پېښه له اصلي سرچینې څو میله لرې واټن ولري. په دې مانا چې ځینې وخت ممکن د برق له مرکز څخه څو میله لرې پرتې سیمې د همدې مرکز په وسیله د تولید شوو PM2.5 ذرو د غلظت له لوړوالي سره مخ شي. د نمونې په ډول نیویارک ښار کې په هوا کې د PM2.5 معلقو ذرو غلظت له ښار څخه د بیرونیو منابعو له وجې دی لوړ شوی دی، دا ځکه چې دا کوچنۍ ذرې د جسامت د کوچنوالي په خاطر ډېر په اسانۍ د بېلا بېلو مواردو له امله له یوې سیمې بلې ته انتقال او هلته تجمع کولای شي.

د دې خبرې د وضاحت لپاره ښه بېلګه په ځنګلونو کې طبیعي اورلګېدنه یا هم اورغورځوونکي (اتش فشانونه) دي چې کولای شي له اصلي سیمې سلګونه میله لرې د کوچنیو معلقو ذرو غلظت لوړ کړي.

دغه راز ځينې نور فعالیتونه لکه د سګرېټو او نورو نشه يي توکو استعمال، د خوړو پخلی (سره کول، بخار ورکول…) د نفتي څراغونو، بخاریو او نورو توکو کارول هم د معلو ذرو د تولید سرچینې دي.

د نړۍ په کچه د PM2.5 معلقو ذرو د غلظت لوړېدو منفتي اغېزې

د PM2.5 معلقو ذرو د غلظت لوړېدو څو ځله د نړۍ یو شمېر سیمې اغېزمنې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې هر کال څه باندې ۸.۸ میلیون کسان د هوا د ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکوي، د دغه شمېرو له مخې د نړۍ په کچه له هرو ۱۰ کسانو شاوخوا ۹ یې ککړه هوا تنفس کوي.

د څېړنو له مخې له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د هوا د ککړتیا له وجې د جنوبي اسیا هیوادونو د وګړو د مړینې سلنه له ۲۱ څخه ۵۸ ته لوړه شوې، په دوره لویه چه د میړینې د ډېروالي عمده عوامل د نفوس ډېروالی له د اقتصادي فشارونو له امله د خلکو کډوالي (بېځایه کېدل) او د هوا د ککړتیا نه مخنیوی بلل شوي دي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک خبري اژانس يې مسووليت نه اخلي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.