کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د کب میاشتې له نهمې تر لسمې نېټې پورې په کندهار، هرات، بادغیس، هلمند، سرپل، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د واورې، باران او سړې هوا له امله نهه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول ملاجان سایق نن په یوه ویډیویي کلپ کې ویلي: «له پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو د وروستي راپور له مخې، د کب میاشتې له نهمې څخه تر لسمې نېټې پورې د واورې، باران او سړې هوا له امله، له بدمرغه په کندهار، هرات، بادغیس، هلمند، سرپل، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې نهه تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه ټپیان شوي دي.»
هغه زیاته کړې، په همدې موده کې په دغو ولایتونو کې درې کورونه په جزیي او کلي توګه تخریب شوي او تر څنګ یې ۷۵ څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړی وایي چې د واورې او توپان له امله په دایکنډي، جوزجان، سرپل، بامیان او فراه ولایتونو کې د نهو ولسوالیو او د سالنګونو عمومي لاره تړل شوې چې د دغو لارو د خلاصون لپاره په چټکۍ سره کار روان دی.
هغه ویلي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ د کب میاشتې له لومړۍ څخه تر اوسه پورې له ۴۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدې مرستې وېشلې او دا لړۍ همداسې روانه ده.
هغه زیاته کړې، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، په ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او واورې ښوېیدنې اټکل شوی او دغه راز پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د خلکو د خبرتیا په موخه ټولو ولایتي رییسانو ته لارښوونه کړې چې اړین تدابیر ونیسي.
نوموړي په دغه ویډیو کې له خلکو هم غوښتي چې په هر ځای کې که کومه پېښه رامنځته کېږي، باید د دغه وزارت له ولایتي مسوولینو سره یې په وخت شریکه کړي، څو دوی ورته په سمه توګه رسېدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د هلمند ولایت په ناوې او کجکي ولسوالیو کې د باران له امله د دوو کورونو د خونو چتونه لوېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی.