غزنيښار ( پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲ ): د غزني امنیتي مسوولین وایې، د دغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک آژانس ته وویل، دغه ښځه دری میاشتې مخکې واده شوې وه، تېره ورځ د پلار کور ته تللې، هلته یې په حمام کې ځان زندۍ کړی او ځانوژنه یې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې د یادې ښځې خاوند په ایران کې مسافر دی او د پلار په وینا یې چې له لور سره يې نه د خسر او نه هم د پلار په کور کې چا بد کړي دي.
هغه وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلوم خو امنیتي کسانو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP