ترینکوټ (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د جانخان او زرزیګي کلیو کې یې د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل کړې دي.
د نوموړي په وینا، یاده پروژه د دغه ریاست د اوبو رسونې پروګرام په چوکاټ کې د بشري مرستو دفتر (BHA) په مالي ملاتړ د اته میلیون او ۱۴۹ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.
حبیبي وایي، یاده شبکه به د لمریزې برېښنا په وسیله پر یو وخت ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو ظرفیت ولري او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه وویل، د یادې سیمې اوسېدونکي اوسمهال د څښاک اوبو ته نږدې لاسرسی نه لري چې په د دې شبکو په جوړېدو به یې دغه ستونزه هواره شي.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د حکومت او همکارو موسسو له لوري د دې شبکو جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې په نورو برخو کې دې هم ورسره همکاري وشي.