کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): کابل کې تداوي شوي ۵۰۹ روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ شول، چارواکي وايي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي.
په دې اړه نن په یاد مرکز کې چې د کابل څرخي پله سیمه کې دی، غونډه جوړه شوې وه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد په یاده فراغتغونډه کې وویل، دوی هڅه کوي څو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه او فارغ شوو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین په دې غونډه کې وویل چې دوی له نړۍ سره نېک تعامل غواړي څو وکولای شي بهر ته مسلکي کسان د کار په موخه ولېږي.
نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د فني او حرفوي زدهکړو مرکزونه جوړ کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي پژواک ته وویل چې د یاد وزارت له اړوند مرکزه ۵۰۹ کسانو په پنځو حرفوي او فني برخو کې څلور میاشتنۍ زدهکړې کړې دي.
دي وايي چې فارغ شوو کسانو د بوټ، جامو او بيکونو ګنډلو، د برېښنایي وسایلو ترمیم او ساختماني ویرنګکاري برخو کې زدهکړې کړې دي.
رحیمالله چې د لغمان اصلي اوسېدونکی او د بیک ګنډلو له حرفې فارغ دی، پژواک ته وویل، درې کاله مخکې یې د ځینو ستونزو له امله د نشهیي توکو کارونې ته مخه کړې وه.
هغه وايي، خوښ دی چې درملنه یې وشوه، ژمنه کوي چې بیا به نشې ته مخه نه کوي او له ټولو ځوانانو غواړي چې د نشهیي توکو کارونې ته زړه ښه نه کړي.
سمیعالله چې د کابل ښار شپږمې ناحیې اصلي اوسېدونکی دی، رحیمالله ته ورته څرګندونې وکړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کابل څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو مرکز د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ په ۱۸مه د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو په موخه جوړ شو.
د یادونې ده، سږ کال په وري میاشت کې له یاد مرکزه ۵۰۰ ورته کسان فارغ شوي وو.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن