کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبه ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د افغانستان مرکزي بانک نن (پنجشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو له یاد لیلام څخه خبر ورکړی دی.
سرچینې له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.»
د سرچینې په وینا، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک د روان کال د کب په ۱۹مه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن