کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره د یو میلیون او ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیک پرون د یاد وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د «سولې رامنځتهکوونکو بشري» موسسې استازي ترمنځ لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د دغه هوکړهلیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې په کابل کې د پلیو لارو جوړولو، اوبولګولو سيستم، د پنځمې ناحيې د پارک دويم فاز، د نواباد موسىزي کلي اوبو رسولو شبکې په ترميم، د حشمتخان کلا عالي لېسې د ۲۴ ټولګیو، سروبي ولسوالۍ کې د ۳۰ کورنیو لپاره د شنو خونو، د غالۍ اوبدلو مرکز جوړولو، دغه راز د ترکاڼۍ او کمپیوټري زدهکړو، د چرګانو د وېش او خرڅلاو برخو کې د سوداګرۍ رامنځته کولو، د وړيو اوبدلو او خرڅلاو او په کابل، میدانوردګو او پنجشېر ولايتونو کې به د خالد بن وليد لېسه او استنادي دېوالونه جوړوي چې په یادو ولایتونو کې به دوه زره او لس تنه یې له خدمتونو برخمن شي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن