Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې تېر کال د کبانو روزنې۴۰ نوي فارمونه جوړ شوي
ارشیف

مهترلام (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېر کال په مهترلام ښار او دوو ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۴۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ډاکټر محمدمعصوم مولوي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت په مرکز مهترلام ښار، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۴۰ فارمونه جوړ کړي دي.

هغه وویل، یاد فارمونه چې خصوصي سکټور ته په واک کې ورکول شوي، هر یو یې په یو جریب ځمکه کې جوړ شوی او د تخنیکي وسایلو تر څنګ ورته ۱۸۰۰ د ماهیانو بچي هم ورکول شوي دي.

د نوموړي په خبره، یادو فارمونو کې ۱۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال هغه کسان چې د کبانو فارمونه ورته جوړ شوي خوښ دي او په دې برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.

د مهترلام ښار اړوند ګمین سیمې اوسېدونکی حفیظ‌الله وايي، د کرنې ریاست له لوري ورته ۸ میاشتې وړاندې په یو جریب ځمکه کې فارم جوړ شوی دی.

هغه وویل: «خوښ یم چې د تخنیکي وسایلو ترڅنګ یې راته د کبانو خوراکه او ۱۸۰۰ د کبانو واړه بچي هم راکړل شوي.»

د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ۱۲۳ فارمونه موجود دي چې ډېر شمېر یې د نړۍوالو مرستندویه موسسو له لوري جوړ شوي او لسګونه کسانو ته په‌ ‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.