اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د پاکستان له پلازمینې یوه ډله نور افغانان په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاده ډله پرون په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلاماباده ولېږدول شول.
سرچینې زیاته کړې، دا کسان هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند له خطر سره مخامخ و.
خو د جرمني د بهرنیوو چارو وزارت داا نه دي ویلي چې په پرونۍ ډله کې څومره نارینه او څومره ښځې وې.
د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۳۳ زره افغانان د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته بېول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د جمهوریت تر سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره افغانان اروپا، امریکا او اسټرالیا ته لېږدول شوي چې ډېری یې امریکا کې مېشت شوي دي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن