[restrict paid="true"]
کابل (پژواک ۵ وری ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي چې پولیسو په کابل ښار کې درې اختطافچیان وژلي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د شپې ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا پېښه د کابل ښار ۱۸مه امنیتي حوزه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې، درې وسلهوالو اختطافګرو د ګزمې پر پولیسو ډزې کړې چې د متقابلو ډزو په پایله کې دوه غله ځای پر ځای وژل شوي او د یوه بل د نیولو هڅې روانې دي.
[/restrict]