ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

author avatar
25 Mar 2024 - 14:31
د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي
author avatar
25 Mar 2024 - 14:31

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې سبا (د وري ۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک وړمه ورځ هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي وو.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.