پارون (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د مسوولينو په وينا، د دواړو کسانو ترمنځ جګړه د پور پيسو پر سر شوې وه.
د نورستان امنيې قوماندانۍ وياند قاري ابو ايمان د وري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د دغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ په پول رستم سيمه کې د دوو کسانو ترمنځ د پور ترلاسه کولو پر سر شخړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د یادې شخړې نتیجه کې يو کس وژل شوی او قاتل چې له سيمې تښتېدلی و، د امنیتي ځواکونو له خوا له څو ساعتونو پلټنو وروسته نيول شوی دی.
يوه ځايي اوسېدونکي نقيبالله پژواک ته وويل، دواړو کسانو يو پر بل د لرګیو ګوزارونه کړي وو چې يو ټپي او بل مړ شوی؛ ټپي کس له سيمې تښتېدلی و خو وروسته نیول شوی دی.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن